د روسیې پوځ وایي، مسکو هڅه کوي په مرکزي اسیا کې د ممکنه امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه پراخ نظامي تمرینونه پیل کړي. د روسي چارواکو په خبره ددې امکان ډېر دی چې له افغانستانه مرکزي اسیا ته د افراطي وسله والو د لېږد لړۍ پیل شي. روسي چارواکي وایي، په دې پیلېدونکو نظامي تمرینونو کې به یو لک او پنځوس زره عسکر او ۵۰۰ الوتکې برخه ولري. روسیه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په وار وار یې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دوی داسې شواهد په لاس کې لري چې ښیي امریکا له منځني ختیځه د داعش جنګیالي افغانستان ته لېږدوي خو امریکا او افغان حکومت تل ورته ادعاوې رد کړې دي.





































