د پاکستان د عمومي اسمبلۍ یو شمېر غړو یو ځل بیا له حکومت وغوښتل چې علي وزیر او محسن داوړ ازاد کړي. د پاکستان د عمومي اسمبلۍ غړی بلاول بوټو د اسمبلۍ له عمومي مشر غوښتي چې محسن داوړ او علي وزیر جلسو ته را وغواړي او له بنده یې ازاد کړي. د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم غړي علي وزیر او محسن داوړ نیولي دي او ددوی پر ضد یې قضیې ثبت کړې دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي پاکستان د قانون پر خلاف ددوی د غږ چوپ کول غواړي او په ځلونو یې ترې غوښتي چې غورځنګ له منځه یوسي. پښتین وایي ددوی مبارزه قانوني ده او نړیوالې ادارې باید په دې اړه غبرګون وښيي.





































