پاکستاني چارواکي وایي، په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي دی. د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي بیا ویلي، په دې برید کې چې نن په لورلایي سیمه کې شوی دی یو پولیس افسر وژل شوی یو ټپي او یو بل نادرکه دی. یاد چارواکي ویلي، دوو ځانمرګو بریدګرو په ځان پورې تړلیو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او یو بل بریدګر د پولیسو له خوا وژل شوی دی. پاکستاني طالبانو د یاد برید پړه منلې ده.





































