امریکایي رسنۍ وایي هغه مهال چې ایران د امریکا پر بې پيلوټه الوتکه برید کاوه، په سیمه کې د قطر هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه هم تېرېده. د یوه نړیوال بنسټ د راپور له مخې د پېښې له سیمې الوتکه تېره شوې او د لګېدو له ستر خطر ژغورل شوې ده. د ایران سپاه پاسداران هم هغه مهال ویلي وو، چې له بې پيلوټه الوتکې سره هممهاله د امریکا یوه مسافر وړونکې الوتکه هم په سیمه کې وه، خو دوی یې له ویشتلو ډډه کړې ده. اوس روښانه شوې چې دا د قطر هوایي شرکت مسافر وړونکې الوتکه وه. قطر هوایي شرکت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خوتر دې وړاندې یې ویلي وو، چې په خلیج کې د حالاتو ترینګلتیا ددوی پر شرکت او تګ راتګ پوره منفي اغېز کولی شي.





































