آیت الله خامنه يي چې پرون یې په تهران کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، امریکا پر ایران بې رحمانه بندیزونه وضع کوي او دمګړی ایران له سختې بې رحمۍ سره مخ دی. دده په وینا د امریکا منفورې سیاسي څېرې هره ورځ ایراني ملت ته ښکنځلې کوي او سپکاوی ورته کوي. دده په خبره د ایران ملت به د امریکا ددې بې رحمیو او ظلمونو پر وړاندې تسلیم نه شي او له خپلو حقوقو به دفاع کوي. آیت الله خامنه يي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا تېره دوشنبه پر دغه هېواد نوي بندیزونه هم وضع کړل او د لا ډېرو فشارونو خبرداری یې ورکړ.





































