د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وایي، امریکا اوس په هغه وضعیت کې نه ده چې ایران په ګونډو کړي. ظریف د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ویلي، امریکا په وار وار هڅه کړې چې ایران تر فشار لاندې راولي څو جګړه پیل کړي خو د هغه په خبره ایران هیڅکله جګړه نه غواړي. نوموړي ویلي، که چېرته امریکا ایران ته د یو کمزوري هېواد په سترګه ګوري نو دا دې له یاده نه باسي چې اوس اتلسمه پېړۍ نه ده او یاد هېواد باید د هغې دورې خوبونه له سره وباسي، ځکه اوس نړیواله ټولنه موجوده ده، پر یو هېواد د یرغل قوانین د میز پر سر او واضح دي.





































