سایبریایي چارواکي وایي چې د سختو بارانونو له امله په راوتلو سیلابونو کې دوه کسان مړه شوي دي. دا سیلابونه د سایبریا په ایرکوڅک سیمه کې راوتلي او د څو ورځې پرلپسې بارانونو له کبله پرون بېړنی حالت اعلان شوی دی. د یادې سیمې حکومتي ادارې وایي، د چارواکو له لورې د سیمې پرېښودو له امر سره سره یوه ښځه او د هغې مېړه وروسته له هغه مړه شوي چې له کوره وتلو ته چمتو نه شول. د چارواکو په خبره لا هم سیمه کې بېړنی حالت دی او د دوی مرستندویه ډلې د ځپلو سیمو په تخلیه بوختې دي.





































