تر شل کلنو خبرو وروسته اروپايي ټولنې د جنوبي امريکا له ستر سوداگريز بلاک سره د ازادې سوداگرۍ ېوې هوکړې ته رسېدلې ده. له ارجنتاين، برازيل، پاراگواى او يوروگواى سره د اروپايي ټولنې دغه هوکړه د توکو او خدمتونو داسې يو بازار رامنځته کوي چې نژدې ٨٠٠ ميليونه خلک به ترې گټه پورته کوي. د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر ویلي، دا تر ټولو لوی سوداګریز تړون دی چې اروپايي ټولنې تر اوسه لاسلیک کړی دی. دا به د نړۍ تر ټولو لوی سوداګریز تړون هم وي. د برازیل ولسمشر هم دا یوه تاریخي پېښه بللې ده. وینزویلا هم ددې تړون غړی و خو د معیارونو نه پوره کولو له امله یې په ۲۰۱۶ کې غړیتوب وځنډول شو. ددې هوکړې له مخې به مالي تعرفې ټېټې یا لرې شي، مهم تولیدات به ارزانه شي او ورسره به د دواړو خواوو شرکتونو د تولیداتو ته وده ورکړل شي.





































