د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر، ډونالډ ټرمپ یو نامشروع ولسمشر بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د روسیې له مداخلې پرته هغه واک ته نه شو رسېدلی. نوموړي ویلي، په دې کې هیڅ شک نه شته چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې روسیې مداخله کړې ده او دا مداخله ددې باعث شوه چې ټرمپ واک ته ورسېږي. جیمي، دا څرګندونې د کارټر په نامه مرکز کې د یو سیمینار پر مهال کړې دي. هغه ویلي که چېرته په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه کره څېړنه وشي نو دا به ثابته کړي چې ټرمپ د خلکو په خوښه نه بلکې د روسیې په مرسته واک ته رسېدلی دی.





































