ایران له ملګرو ملتونو غواړي چې په سیمه کې دې د روان وضعیت مدیریت ته مټې ونغاړي. په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي ویلي ددغه سازمان له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره یې خبرې کړې دي او د روان وضعیت د پای ته رسولو غوښتنه یې ترې کړې ده. دده په خبره د ملګرو ملتونو سازمان باید داسې اقدامات پیل کړي چې په ایران او سیمه کې شته وضعیت ته د پای ټکی کېږدي. هغه ویلي که نړیوال بنسټونه د روانې ستونزې د حل لپاره اقدامات و نه کړي ایران اړ دی چې له خپل ځان دفاع وکړي.





































