امریکا د کارني په نامه یوه جنګي کښتۍ د اوبو لاندې نظامي مانورونو لپاره تورې بحیرې ته لېږلې ده. د راپورونو له مخې امریکا له اوکراین سره په ګډه د سي بریز په نامه نظامي مانورونو پیل ته چمتوالی نیسي او په همدې موخه یې یوه جنګي کښتۍ د تورې بحیرې اوبو ته لېږلې ده. دا یادې سیمې ته د امریکایي جنګي کښتۍ پنځم سفر دی چې له بلغارستاني او ګرجستاني ځواکونو سره یو ځای دې اوبو ته داخله شوې ده. ټاکل شوې، د امریکا او اوکراین دا نظامي مانورې چې ورته د (۲۰۱۹ سي بریز) نوم ورکړل شوی دی د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.





































