ډیپلوماټ مجلې د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي جګړې په اړه یو مطلب کې لیکلي چې د دې دواړو هېوادونو جګړه به پاکستان هم وسوځوي. مجله لیکي، د دې شخړې په پراخېدو سره ښايي پاکستان په کور دننه له فشارونو سره مخامخ شي. د مطلب لیکوال ویلي، پاکستان هغه هېواد دی چې د نړۍ په کچه دویمه درجه ډېر شیعه وګړي پکې ژوند کوي نو که د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پېښه شي پاکستاني شیعه وګړي به پاکستان باندې فشار راوړي څو د دې شخړې هواري ته لستوڼي بډوهي. د لیکوال په باور که چېرته پاکستان منځګړتوب کوي نو له سني هېوادونو سره یې اړیکې خرابېږي او که داسې نه کوي نو هلته مېشت شیعه ګان به پاکستان له سعودي سره په توطیه تورن کړي او کورنۍ جګړې ته به زمینه برابره شي.





































