د (دکسینګ) په نوم د نړۍ تر ټولو لوی هوایي ډګر د چین په پکن کې جوړی شوی دی، خو لا پرانیستل شوی نه دی. د (دکسینګ) هوایي ډګر د پروژې مدیر له دې وړاندې ویلي، چې دا نه یوازې یو هوایي ډګر دی، بلکې په چین کې به د حمل و نقل تر ټولو ستر مرکز هم وي، چې په جوړولو یې شاوخوا ۶۰ میلیارده ډالره لګښت راغلی دی. دغه هوایي ډګر یو ترمینال لري چې طلایي ققنوس ته (یو ډول مرغه دی) ورته دی. پرانیسته یې د راتلونکې سپټمبر میاشتې په دېرشمه نېټه کېږي؛ ځکه دغه ورځ د چین د خلکو د جمهوریت له اویایمې کلیزې سره برابره ده . د پکن په پخواني هوایي ډګر کې ډېره ګڼه ګوڼه وي او د نړۍ تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک هوایي ډګر هم بلل کېږي. نو د دې لپاره چې دغه ګڼه ګوڼه یو څه کمه شي، د کسینګ هوایي ډګر د جوړېدو طرحه رامنځ ته شوه. دواړه هوایي ډګرونه اوس له یو بل څخه ۶۷ کیلومتر واټن لري. د دغه هوایي ډګر د بنسټ ډبره په ۲۰۱۴ ز کال کې کېښودل شوې ده، خو عملي کار یې د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه پیل شو. ویل کېږي چې له دغه هوایي ډګره به په کال کې ۶۲۰ زره پروازونه کېږي او په کلني ډول به ترې دوه میلیونه ټن بار صادر او وارد شي.





































