د سوریې دولتي رسنۍ وایي، اسراییلي ځواکونو نن د سوریې په دمشق او حمص ښارونو کې د سوریې د دولتي ځواکونو پر سنګرونو هوایي بریدونه کړي دي. د سوریې پوځ وایي، د اسراییل جنګي الوتکو دا بریدونه نن سهار کړي دي او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. پوځ د تلفاتو په اړه پوره جزیات نه دي ورکړي. د اسراییل پوځ بیا د دې بریدونو په اړه یوازې دومره ویلي، دوی له داسې راپورونو سره کوم تړاو نه لري.





































