د ګارډین په نامه یوه بریتانوۍ ورځپاڼه وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د کوریایي سیال کېم جونګ اون ترمنځ سمبولیکه لیدنه یوه ډرامه ده او زیاتوي ښایي ټرمپ او د هغه د ملي امنیت سلاکار جان بولټن امریکا او متحدین یې پر داسې لار روان کړي چې ډېره اندېښمنونکي او ګواښوونکې ده. ورځپاڼه لیکي که یو څه په لومړي ځل پېښېږي نو دا حتمي نه ده چې هغه دې ډیر مهم هم وي. ورځپاڼې زیاته کړې، دا ډول لیدنې داسې یو رژیم ته مشروعیت ورکول دي چې په نړیواله کچه یې ملګري ملتونه پر بشري ضد کړنو تورونوي او یوازینۍ ډیپلوماټیکه وسیله یې اټومي پروګرام بولي، خو ټرمپ یې بیا بیا لیدنې ته ورځي او وسره بې ګټې ډیپلوماسي کوي.





































