د پاکستان په ملتان ایالت کې یوه کس د کورنۍ شخړې له امله ۱۰ تنه وژلي دي. د پولیسو په خبره دا پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده. راپورونه وایي، د ملتان په حسن اباد سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ تر کورنۍ شخړې وروسته یوه کس د خپلې ښځې، اولادونو او خواښې په ګډون لس کسان وژلي او کور ته یې اور اچولی دی. چارواکي دا پېښه ناموسي وژنه بولي. د ویلو ده چې دا په پاکستان کې د ناموسي وژنو لومړۍ پېښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم په یاد هېواد کې ورته ګڼې پېښې رامنځته شوې دي.





































