د امریکا ولسمشر د ایران د یورانیمو د بډاینې په اړه په وروستیو څرګندونو کې ویلي ایران ته په کار ده، چې خپلو فعالیتونو ته متوجه وي. دده په خبره ایران باید پوه شي چې په اور لوبې کوي او دا کار د ایران لپاره ستر خطر زېږولی شي. د اټومي انرژۍ نړیوال مرکز ویلي چې ایران د یورانیمو بډاینه د ۳۰۰ کیلوګرامه تر مرز اړولې ده. دې مسئلې د امریکا غوسه پارولې ده او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې خپلو کړنو او فعالیتونو ته دې متوجه وي. ایران بیا وايي تر هغه چې امریکا بېرته اټومي تړون ته را و نه ګرځي دوی به له دغه تړون سرغړونې ته ادامه ورکوي.





































