د سعودي په مشرۍ ائتلاف وايي چې ایران پلوو حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر ابحا هوايي ډګر یوځل بیا د بې پیلوټه الوتکې برید کړی او نهه کسان یې ټپیان کړي دي. دې ائتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد عملیات کوي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا حمله سهار مهال وشوه او ټپيان یې ملکي وګړي دي چې اته پکې د سعودي عربستان او یو د هند تبعه دی. د حوثي یاغیانو یو ویاند منلې چې د دې ډلې وسله والو په خپلو پراخو عملیاتو کې د سعودي عربستان د اسیر ولایت د مرکز ابحا هوايي ډګر په نښه کړ.





































