د سویس په جینوا ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مرکزي دفتر مخې ته له بیلابیلو اروپایي هېوادونو راغلیو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون کړی دی. لاریونوالو د پاکستاني پوځ لخوا د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې پښتنو سره روان تشدد غندلی او د یاد غورځنګ د نیول شویو غړو پر خوشې کېدو یې ټینګار کړی دی. دوی ویلي، پاکستانی حکومت له پښتنو سره ظلم کوي او د هغوی د حق غوښتلو نعره خاموشه کوي. لاریون کوونکو ټینګار کړی دی چې نړۍ باید د پښتنو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي. د یاد لاریون یو تن ګډونوال ریاض پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو غږ کړی دی چې د پي ټي ایم د حق غوښتلو غږ ته دې لبیک ووایي ګنې دوی به خپلو سوله ییزو لاریونونو ته دوام ورکړي.





































