د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت وایي، د سایبریا په ایرکوڅک سیمه کې د پرونیو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او ۱۳ نور تري تام دي. د یاد وزارت د چارواکو په خبره، په سیمه کې د موسمي بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې ۱۹۱ کسان ژوبل شوي چې د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي. ویل کېږي چې په ټپیانو کې ۳۸ ماشومان هم شامل دي. سیلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي او تر دوه زره ډېر وګړي له ځپلو سیمو خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.





































