دا یو څرګند حقیقت دی، چې ځینې داسې خواړه شته، چې غاښونو ته ګټه لري او ځينې نور بیا بالعکس له ګټې يې تاوان ډېر دی.
لومړی به د هغو خوړو یادونه وکړو، چې غاښونو ته ګټه لري.
۱ـ لبنیات
شیدې، مستې، کوچ او پنیر، کلسیم او فاسفیټ لري. غاښونه قوي کوي او د هغوی تیزابي خاصیت هم له منځه وړي.
۲ـ بې بورې ژاولې
هغه ژاولې چې بوره ونه لري، د غاښونو په روغ ساتلو کې مهم رول لري. ژاولې په غاښونو کې د ډوډۍ پاتې بڅرې ختموي او غاښونه روغ ساتي. د دې ترڅنګ، غاښونه د مخ کاسې په جوړښت کې هم رول لري.
۳ـ چای
شین چای او تور چای دواړه د غاښونو په روغ او پاک ساتلو کې مرسته کوي. چای په غاښونو کې بکتریاوې ختموي. خو ډېر چای څښل بیا د ګټې پر ځای تاوان لري. چای په اندازه وڅښئ!
۴ـ ماهي
د ماهي غوښه هم غاښونه قوي کوي او غاښونه روغ او صحتمند ساتي.
هغه خواړه چې غاښونه خرابوي
۱ـ نوشابه
د څښاک ټول هغه شربتونه، چې بوره ولري، غاښونه خرابوي.
۲ـ خواږه
چاکلیټ، بوره او هر ډول خواږه غاښونه خرابوي. ککاوو او چاکلیټ بیا نسبتاً ګټور دي.