د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بلوڅ بېلتونپال پاکستاني عسکر او عام وګړي په نښه کوي نو ځکه یې د ترهګرو په تور لېست کې شامله کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راځي چې له دغه ډلې سره تر دې وروسته هېڅوک راکړه ورکړه نه شي کولی. پاکستان د امریکا پر دغه کار خوشالي څرګنده کړې او دا یې غوره اقدام بللی دی. بلوڅ بېلتونپاله ډله د پاکستاني حکومت پر ضد جګړه کوي او له دغه هېواد د خپلې خاورې ازادي غواړي. پاکستاني حکومت ددوی حقوق تر پښو لاندې کړې دي او د بلوڅانو زرګونه وګړي یې وژلي یا تري تم کړي دي. دوی په ځلونه د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره له نړیوالو بنسټونو هم مرسته غوښتې ده، خو ګټه یې نه ده کړ.





































