امریکا له جرمني غوښتنه کړې ده چې د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو د ملاتړ په موخه یاد هېواد ته پلي ځواکونه ولېږي. په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد د جوړ شوي ایتلاف لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمز جفري ویلي، واشنګټن د جرمني له پوځه غوښتي چې روزنیز ځواکونه، لوژیستیکي متخصصان او تخنیکي کارکوونکي یاد هېواد ته ولېږي. د سوریې ډموکراټیک ځواکونه چې کردان یې رهبري کوي د یاد هېواد په شمالي برخو کې دېره دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تېر کال د ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په پام کې ده د سوریې له شماله ټول دوه زره امریکایي پوځیان وباسي خو لا یې هم دا ژمنه پر خپل ځای پاتې ده او اوس ورته نور پوځیان هم لېږي.





































