د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري چې کله د حافظ سعید په مشرۍ د لشکرطیبه ډلې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې د هند پر ممبی ښار برید وکړ، چې پکې شاوخوا ۱۷۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول، هغه وخت د امریکا متحده ایالتونو او د هند دولت له پاکستان څخه وغوښتل چې د دې ډلې پر وړاندې باید جدي عکس العمل وښودل شي، خو برعکس د دې ډلې مشر به د پاکستان دننه په هرې سیاسي جلسې کې ګډون کاوه او له رسنیو سره به هم په ازاد ډول په بېلابېلو سیاسي پروګرامونو کې برخه اخیسته.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، ویل کیږي چې دغه ډله د پاکستاني پوځ یا مشخصاً که ووایو د استخباراتو له لوري له هند سره د کشمیر په موضوع د لا فشار لپاره جوړه شوې او کارول شوې ده. د ځینو اسنادو او ثبوتونو له مخې، د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د امریکا تر فشار او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې تر شاملېدو وروسته، د حافظ سعید د دوو خیریه موسسو (فلاح انسانیت او جماعتالدعوه) فعالیتونه هم وځنډول. له دغو دوو خیریه بنسټونو په استفادې به د دې ډلې مشر د هند پر وړاندې د کوچنیو او لویو بریدونو لپاره مالي پنډ برابراوه.
له دې ټولو سره سره، د امریکا متحده ایالتونو یو وخت د هغو شواهدو په بدل کې چې د حافظ سعيد د محکومېدو سبب شي، د لسو میليونو ډالرو په ارزښت د جايزې اعلان هم کړى و. د دې موضوع د لا وضاحت او مستند کېدو په موخه باید یادونه وکړو چې یو وخت په لندن کې مېشت جلا وطن بلوڅ بېلتونپاله مشر نوابزاده حیربیار رسنیو ته په خبرو کې ویلي وو، چې د پاکستان استخباراتي اداره د بلوڅو او پښتون قوم د وژنې لپاره د ځینو غیر قانوني وسلوالو ډلو یا د ده د خبرو په حواله «د ترهګرو» ملاتړ له ځان سره لري، څو د خپلو هدفونو لپاره ترې ګټه واخلي.
راځو مهمې مسئلې ته چې پاکستان څنګه له متحده ایالتونو سره جوړښت کړی؟ د دغې ډلې پر وړاندې پاکستاني نظام هېڅ وخت جدي اقدامات نه دي کړي. مثلاً، سره له کره شواهدو چې د هند دولت وړاندې کړي، نوموړی په ځلونو په خپل کور کې د پاکستاني دولت له لوري نیول شوی چې بیا بېرته له کومې ستونزې د دغه هېواد د محکمو له لوري په ډېرې اسانۍ خوشې شوی دی. تازه د پاکستان دولت اعلان کړی چې د سعيد او د هغه د ١٢ همکارانو پر وړاندې يې ٢٣ دوسيې پرانیستې، چې د چندې ټولولو له پنځو بنسټونو په استفاده يې د لشکرطيبه ډلې لپاره پيسې برابرولې. دلته نو دا پوښتنه پیدا کېږي چې ولې مخکې پاکستاني یا پنجابي نظام د دغو خلکو پر وړاندې دغه ډول چلند نه کوي، سره له دې چې هېڅ کوم نوی ثبوت نه دی وړاندې شوی؟
ځواب ډېر واضېح دی. په ورته وخت کې چې د ګوتو په شمار ورځې نه دي تېرې شوې، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د جولای په دویمه ویلي چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا بي. اېل. اې تر ډېره د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې په بلوڅ مېشتو سیمو کې امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کوي، چې له همدې امله یې دغه ډله یو تروریستي ډله وبلله. بلوڅان هم د کوزې پښتونخوا د پښتون قوم په څېر چیغې او سورې وهي چې زموږ زیاتره د خبرو خلک او قومي مشران د پاکستان استخباراتي ادارې وژلې دي. د دې تر څنګ، بلوڅان ځکه نن تروریستان بلل کېږي چې یوازې د خپل حق ناره یې پورته کړې. د بېلګې په ډول، دوی تل دا ویلي چې د ګوادر بندر، د سرو او سپینو زرو سېندک پروژې، د سون ګاز او د ټولو طبیعي زېرمو ګټه یوازې پنجاب لوټ کړې ده او دوی ته یې هېڅ خیر نه دی رسېدلی.
پر دې سربېره، د دغو خلکو ګنا دا ده چې یوازې دومره یې خپل غږ پورته کړی چې د دوی سیمې ته باید په عایداتو کې ونډه ورکړل شي، څو سیمه یې پرمختګ وکړي. باوري اوسئ که څوک له دې سیمې سره لږ هم بلد وي، دا به ورته له وړاندې روښانه وي چې سره له دې چې دا وګړي په خپله سیمه کې زیاتې طبیعي زېرمې لري، خو وګړي یې د پنجابي نظام له امله ډېر بې وزله او غریب پاتې شوي دي.
مهمه موضوع دا ده چې امریکا دې ته د پاکستان لپاره مشروعیت ورکړ چې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې ډله تروریستان دي او باید وځپل شي چې په همدې بدل کې به پاکستان د حافظ سعيد او د هغه د ١٢ همکارانو پر وړاندې ٢٣ دوسيې پرانیزي، چا چې د چندې ټولولو له پنځو بنسټونو په استفادې د لشکرطيبه ډلې لپاره پيسې برابرولې.