تاجکستاني چارواکي وایي چې د دې هېواد په شمالي سیمه سغد کې په یو زندان کې د غذایي مسمومیت له امله ۱۴ بندیان مړه شوي دي. د تاجکستان عدلیې وزارت وایي، دا زندانیان په داسې حال کې مسموم شوي چې له یوه زندانه بل ته لېږدول کېدل او د لارې په اوږدو کې یو بندي نورو ته د ډوډۍ یوه یوه ټوټه ورکړې ده. چارواکي وایي زندانیان چې کله خپل ځای ته ولېږدول شول نو روغتیایي وضعیت یې هم خراب شو. له یادو زندانیانو یوازې دوه تنه یې د ډاکټرانو له خوا ژغورل شوي دي. تاجکستاني چارواکي وایي د پیښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.





































