وروسته له هغه چې ایران اعلان وکړ، غني شوي یورانیم یې له ټاکلې اندازې اوښتي دي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یاد هېواد ته خبرداری ورکړی دی چې باید له پوره احتیاطه کار واخلي. ټرمپ دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، د ایران دا ګام به دا هېواد په نړۍ کې نور هم یوازې او له ډېرو بندیزونو سره مخ کړي. په ورته وخت کې پومپیو ویلي، که ایران د اټومي وسلو وړتیا پیدا کړي نو ټوله نړۍ به له ګواښونو سره مخ کړي. دغه راز اروپایي هېوادونو هم پر ایران غږ کړی دی چې احتیاط وکړي او د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون ته ژمن پاتې شي.





































