د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ټیليفون ترکیې ته د روسیې د هوایي مدافعې «اس-۴۰۰» توغندیو د سیستم د ورکولو پر مسئلې خبرې وکړې.کرملېن ویلي، دغه معامله د عملي کېدو په حال کې ده او دواړو مشرانو وړمه ورځ پرې خبرې وکړې. له مسکو سره د انقرې دغه معامله د امریکا او ترکیې ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ یو عمده ټکی بلل کېږي. واشنګټن ویلي چې که انقره چې د ناټو غړې ده، له روسیې د «اس-۴۰۰» هوایي مدافعې توغندیو سیستم د جولای یعنې د روانې میلادي میاشتې تر ۳۱مې پورې لغوه نه کړي، نو نوې «اف-۳۵» جت جنګي الوتکې به پرې ونه پلوري. واشنګټن دغه راز له انقرې غوښتي چې له روسیې د دغه سیستم پر ځای د امریکا د توغندیو پاترویټ سیستم وپېري.





































