د امریکا متحده ایالتو مرستیال ولسمشر مایک پنس پر ایران د امریکا د فشارونو د دوام خبره کړې ده. نوموړي ویلي چې د یورانیمو د بډاینې په اړه د ایران پرېکړه ددغه هېواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده. پنس پرون په واشنګټن کې په یوه کنفرانس کې ویلي، چې پر ایران باندې به اقتصادي فشار ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان ویاند وکړ چې هېواد یې د دوشنبې په سهار د یورانیمو د بډاینې کچه له څلور نیمو اړولې ده. ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون تر لاسلیک مخکې یورانیم تر درې نیمو درجو یا هم ځینې وخت تر دې کچې شل په سلو کې زیات بډایه کول. د اټمي تړون په اساس ایران اجازه نه لري چې یورانیم له درې اعشاریه اووه شپېتو زیات بډایه کړي.





































