ایران بریتانیا ته خبرداری ورکړی دی چې د نیول شوې ایراني کښتۍ نیول کېدل به بې ځوابه پرې نه ږدي. د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري وایي، د بریتانیا سمندري ځواک له لوري په جبل الطارق کې د تېلو د یوې ایرانۍ کښتۍ نیول کېدل به بې ځوابه پاتې نه شي. تسنیم اژانس د باقري له خولې ویلي، په جعلي پلمو د ایران د تېلو د کښتۍ نیول به بې ځوابه پاتې نه شي او د اړتیا په صورت کې به تهران ورته مناسب ځواب ورکړي. بریتانیا د روانې جولای میاشتې په څلورمه نېته د جبل الطارق په تنګي کې په تېلو بار یوه ایرانۍ کښتۍ ونیوه چې ګوندې له سرو کرښو یې پښه اړولې ده. ایران د یادې کښتۍ د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده خو بریتانیا ورته ځواب نه دی ورکړی.





































