ترکیې د ۲۰۱۶ میلادي کال د ناکامې کودتاه ترشاه لاس لرلو په تور د خپل پوځ د ۱۷۶ غړو د نیولو امر کړی دی. د استانبول لویه څارنوالي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو پوځیانو کې چې د نیولو امر یې صادر شوی، یو ډګروال، دوه ډګرمنان، پنځه جګړنان، اووه تورنان او ۱۰۰ نور لومړي بریدمنان شامل دي. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت ادعا کوي چې په امریکا کې مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای میاشتې د ۱۵ د ناکامې کودتا اصلي طراح دی. ګولن په دې کودتا کې لاس لرل رد کړي دي. ترکیې په وار وار له امریکا د ګولن د سپارلو غوښتنه کړې خو امریکا رد کړې ده.





































