نیمه هوښیار ذهن د قوت تر ټولو ستره کتابخونه ده. څومره پوهه، تجربې او نظرونه مو چې تر اوسه درلودلي، ټول مو په دې ذهن کې زېرمه شوي دي. ستاسو دغه ذهن نږدې ټولې پېښې په یاد لري او دا وړتیا لري چې معلومات سره ترکیب او یو له بل سره مقایسه کړي.
د طبیعي علومو پوه (پیتر اوسپنسکي) وایي، نیمه هوښیار ذهن ۸۰۰۰ ځله له هوښیار ذهن څخه تېز دی. کله چې تاسو د دویم ځل لپاره یوه کس وینی او په چټکۍ سره هغه پېژنی، دا مو د نیمه هوښیار ذهن د وړتیا یوه بېلګه ده. همدا چې یو کس د دویم ځل لپاره وینی، نیمه هوښیار ذهن مو نوي معلومات له زړو هغو سره مقایسه او په ډېرې چټکۍ سره یې پایله را وباسي.
تاسو په خپل ژوند کې له ډېرو او هر ډول کسانو سره مخ کېږی او مخ شوي یاستی چې له هغې جملې یې ځینې ستا له طبعې سره برابر دي او ځینې یې نه، د دغه څه پرتله کول، له څلورو ثانیو په کم وخت کې تر سره کېږي. د نیمه هوښیار ذهن اصلي موخه دا ده چې مخ بېلګې له کړنو سره مقایسه کړي. د نیمه هوښیار ذهن بله ځانګړنه دا ده چې د بدن ژبه، د غږ ریتم، صلاحیتونه او وړتیاوې مو سره همغږې کړي.