امریکا د هُرمز تنګي او باب المندب په نړیوالو اوبو کې د بېړې چلونې د ډاډمنېدو لپاره د یوه پوځي ایتلاف د جوړولو پر طرحه کار کوي. د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې رییس جنرال جوزېف ډنفورډ ویلي چې د امریکا دفاع وزارت به د قوماندانۍ او څارنې په برخه کې دغه ایتلاف ته امکانات برابر کړي. ډنفورډ داسې مهال د دغه ایتلاف د جوړولو د هڅو یادونه وکړه چې له ایراني مشرانو سره د امریکا کړکېچ اوج ته رسېدلی او ښایي دغه مسئله ستونزې نورې هم ډېرې کړي.





































