د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایران پر وړاندې د لا ډېرو بندیزونو پلان لري. ټرمپ ویلي چې ایران له ډېرې مودې راهیسې د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړې ده نو دا لړۍ ورته د زغملو نه ده. تر دې وړاندې د اټومي وسلو د څار نړیوالې ادارې هم د ایران په اړه بېړنۍ غونډه کړې وه او په هغه کې یې د ایران له لوري د اټومي هوکړې د سرغړونو څېړنه کړې ده. دغه ادارې ویلي چې ایران دې د تړون ماتول پرېږدي او د یورانیمو له غني کولو دې لاس په سر شي.





































