د ایران ولسمشر حسن روحاني بریتانیا ته خبرداری ورکړی دی چې د نیول شوې ایرانۍ کښتۍ له بدو عواقبو سره به مخ شي. هغه ویلي دوی ټول باید په نړیواله کچه د انتقالاتو امنیت وساتي او د نړۍ د تېلو د لېږد لارې خوندي کړي. نوموړي بریتانیا ته په خطاب کې ویلي چې ناامنۍ یې پیل کړې او د دې کار بد عواقب به یې ډېر خپه کړي. که څه هم هسپانیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو روحاني په خپلو خبرو کې ویلي چې نیول شوې کښتۍ هسپانویان هم غوسه کړي دي ځکه چې په خبره یې دا کښتۍ د هغو په اوبو کې نیولې شوې ده.





































