د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د یو مسافر وړونکي بس چپه کېدو په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. ځایي چارواکي وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس د موټرچلونکي د بې احتیاطۍ له امله له سړکه ووت او لاندې وغورځېد. د راپورونو له مخې په یاد بس کې ۵۹ کسان سپاره وو. راپورونو وایي، پېښه اټک سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. د ځایي چارواکو په خبره، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.





































