د امريكا حكومتي سرچينو ويلي، واشنگټن تصميم نيولى، چې اوسمهال د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف بنديز ونه لګوي. د امريكا د خزانې وزير سټيو منوچين د تېرې جون مياشتې په ۲۴مه نېټه وويل، واشنګټن به په نږدې راتلونكې کې د خپلو بنديزونو په لېست كې د ايران د بهرنيو چارو وزير شامل كړي. خو رويټرز خبري اژانس د دوو باخبره امريكايي چارواكو له قوله ویلي، چې امریکا به اوس دا كار ونه كړي. كه څه هم د دغه كار د نه كولو علت څرګند نه دى، خو ياد خبري اژانس وايي، د امريكا د بهرنيو چارو وزير پر ظريف د بنديز لګولو له مخالفينو څخه دى. د ناتاييد شوو راپورونو پر بنسټ، په پام كې ده ظريف څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنيزې شورا په غونډه كې د ګډون په موخه امريكا ته لاړ شي.





































