د رسنیو د معلوماتو له مخې په پېښه کې ۱۲ کسه وژل شوي دي. ځینې نورې سرچینې بیا وايي چې په پېښه کې تر دې ډېره کسان مړه او تپیان دي. الشباب وسله والې ډلې ددغه برید مسوولیت منلی دی او وایي چې هلته یې مېشتو کسانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. حمله په يوه موټربم چاودنه پيل شوه چې وروسته وسله واله جګړه وشوه. د سوماليا لپاره د ملګرو ملتونو استازي جيمز سوان په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او د کیسمایو له اوسېدونکو سره يې د ملګرو ملتونو پيوستون څرګند کړى دى.





































