د امریکا نظارتي ادارو تایید کړې چې فیسبوک به پنځه میلیارده ډالره جریمه پرې کوي. د راپورونو له مخې پر فیسبوک تور دی چې د میلیونونه کاروونکو شخصي حریم یې نقض کړی دی او ددوی له معلوماتو یې استفاده کړې ده. له ۲۰۱۸ کال راهیسې په امریکا کې د فیسبوک دغه قضیه روانه وه، تر دې چې اوس د امریکا نظارتي ادارو د فیسبوک جریمه تایید کړه. دوی وایي فیسبوک به پنځه میلیارده ډالر جریمه پرې کوي او تر څنګ به یې د کاروونکو د شخصي حریم د خوندیتوب لپاره نوي پلانونه وړاندې کوي.





































