د رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له دې چې د روسیې د دفاعي سیستم یوه برخه ترکیې ته ورسېده، د امریکا غبرګون هم توند شوی دی. د امریکا ددفاع سرپرست وزیر تېره ورځ پوره ۳۰ دقیقې له خپل ترکي سیال سره په دې اړه خبرې کړې دي. پنټاګون په دې اړه نور جزیات نه ورکوي، خو ټینګار کوي چې له ترکیې سره به نورې خبرې هم وکړي. امریکا ټینګار کاوه، چې ترکیه دې د روسیې د دفاعي سیستم پر ځای امریکايي دفاعي سیستم واخلي، خو ترکیه وايي چې د ایس څلور سوه دفاعي سیستم اخیستل یو انتخاب نه بلکې یو ضرورت و.





































