د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې سوداګرو د تحریک انصاف د حکومت له لوري د لګول شویو ټېکسونو پر ضد کاربندیز کړی دی او ټول کاروبارونه یې تړلي دي. دا کاربندیز د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې شوی دی او ګواښ یې کړی دی چې حکومت باید تر خبرو مخکې د دوی پر تجارتي مالونو لګول شوي ټیکسونه لرې کړي. په ورته وخت کې د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې لاریونوالو ویلي چې لومړی وزیر عمران خان یې لیدنې ته ورغلی دی خو د دوی ټول وړاندیزونه یې نه دي اورېدلي. دوی وایي تر هغو پورې له حکومت سره خبرې نه کوي څو پورې چې ټیکسونه لرې کړل شوي نه وي.





































