کشمیر کې پر هندي پوځیانو د القاعده د مشر ایمن الظواهري د برید تر ګواښ وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کمار وایي، دا ډول ګواښونه دوی جدي نه نیسي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی د خپل تمامي ارضیت ساتنې ته چمتو دي او د هر تیري کوونکي ژامې به ماتې کړي. نوموړي زیاته کړې، دا لومړی ځل نه دی، داسې ګواښونه دوی ډېر اورېدلي دي چې هیڅ د اندېښنې وړ نه دي. دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې ایمن الظواهري خپلو پلویانو ته د یو ویډیویي پيغام په ترڅ کې ویلي وو، کشمیر کې فعال مجاهدین دې خپله ټوله توجه پر هندي پوځ او حکومت په پرله پسې بریدونو متمرکزه کړي، څو د دوی اقتصاد زیان وویني او د هند کاري ځواک، مهم تاسیسات او وسایلو ته یي په دوامداره توګه تاوان ورسیږي.





































