د سومالیا په ساحلي ښار کیسمایو کې پر یو هوټل برید شوی دی چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دا برید پرون په داسې حال کې شوی دی چې خلک د غرمې ډوډۍ ته سره ناست وو. په ورته وخت کې ځینې ناتایید شوي راپورونه وایي، په دې برید کې په لسګونو خلک وژل شوي دي. ویل کېږي چې برید موټر بم و او الشباب وسله والې ډلې یې پړه منلې ده.





































