په لبنان کې د فعالې حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وایي، که د واشنګټن او تهران ترمنځ جګړه ونښلي نو اسراییل به بې طرفه ونه ګڼل شي، بلکې ښایې د ایران له لورې ورباندې برید هم وشي. نصرالله ویلي، ایران دا توان لري چې اسراییل په ډېره لنډه موده کې د پیاوړې بمبارۍ په ترڅ کې له منځه یوسي. هغه زیاته کړې، کله چې امریکا پوه شي چې دا جګړه به د اسراییل د تباهي باعث وګرځي نو ښایي پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي. نصرالله دغه راز ویلي چې امریکا په لبنان کې د ځینو ډلو په مرسته هڅه کوي له دوی سره اړیکه ټینګه کړي. حزب الله په لبنان کې وسله وال فعالیتونه کوي او د ایران له ملاتړه برخمنه ده. امریکا تر اوسه د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.





































