پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

افغان سوله؛ په قطر کې د امریکا ـ طالبانو اووم پړاو خبرې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

جولای 14, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې اترې اووم پړاو ته ننوتلې دي. ټاکل شوې د روان اووم پړاو په پای کې د سولې هوکړه لیک اعلان شي. دواړه لوري مني چې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی او د ډېرو مسایلو په اړه د نظر یووالي ته رسېدلي دي. سره له دې، تر اوسه د سولې هوکړه لیک وروستی او اعلان شوی نه دی.

د سولې خبرې اترې کوم ځای ته رسېدلې؟ د مذاکراتو د اووم پړاو پایلې به څه وي؟ د هوکړه لیک د وروستي کېدلو په اړه څومره پرمختګ شوی دی؟ د هوکړه لیک اعلان ولې تر اوسه ځنډېدلی دی؟ دا او ورته نورې پوښتنې په دغه تحلیل کې ځواب شوې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې اترې

د سرطان میاشتې په ۸مه، امریکايي ډیپلوماټانو او طالب مشرانو د سولې اووم پړاو خبرې اترې د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې پیل کړلې، چې ټاکل شوې وه دری ورځې دوام وکړي او په پای کې یې د دواړو اړخونو تر منځ د هوکړه لیک متن وروستی شي.

د دې پړاو مذاکراتو د درېیمې ورځې په پای کې، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار په ګډون پر جدي بحثونو سربېره، د هوکړه لیک مواد وروستي نه شول او د خبرو اترو موده وغځېدله. دا پړاو خبرې اترې ټاکل شوې وه له یوې ورځې دمې وروسته د سرطان میاشتې په ۱۵مه بیا پیل شي.

دواړو اړخونو منلې چې په دې پړاو خبرو اترو کې د هوکړه لیک ډېرې هغه مسئلې چې له پخوا پاتې وې، په ورو ورو حل کیږي او دوی د هوکړه لیک وروستي کېدلو ته نږدې شوي دي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې خبرې اترې کله پای ته رسیږي او دا چې په پای کې به یې هوکړه لیک اعلان شي او که نه.

طالبانو او امریکا تر اوسه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش او د بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي د ضمانتونو په اړه هېڅ جزیات نه دي وړاندې کړي، خو طالبان پر دې ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش باید د “نړیوالو شاهدانو” په حضور کې تر سره شي. که په دې توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان په اړه د هوکړه لیک متن وروستی شوی هم وي، د دې پروسې لوژستیکي اړخ، لکه: شاهدان به د کومې کچې استازي وي، د اعلان پر مهال به څوک ګډون کوي، اعلان به چېرته کیږي او داسې نور موارد دي چې کېدای شي د هوکړه لیک اعلانول یې تر اوسه ځنډولي وي.

په ورته وخت کې د سرطان په ۷مه او ۸مه نېټه  دوحه ښار کې د قطر او جرمني په کوربه‌توب، د بین‌الافغاني مذاکراتو کنفرانس جوړ شو، چې موخه یې د دخیلو اړخونو تر منځ د باور جوړونې فضا برابرول ښودل شوې وه. په دې کنفرانس کې د حکومتي چارواکو، سولې عالي شورا غړو، سیاستوالو، مدني فعالانو او ښځو په ګډون ۶۴ کسانو برخه درلوده، خو افغان حکومت او طالبانو لادمخه سپیناوی کړی دی چې دا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې اترې نه دي او برخوال په شخصي ډول کنفرانس کې ګډون کوي. د دې ناستې په پرېکړه لیک کې په دې اړه نېغ په نېغه څه نه دي ویل شوي، خو دا پرېکړه ‌لیک د تاوتریخوالي په کموالي او د افغاني خبرو اترو پر دوام ټینګار کوي.

له دې سره، په یاد کنفرانس کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي غړي وايي، کنفرانس به د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو لپاره زمینې جوړولو کې اغیزمن ثابت شي.

د خبرو اترو پروسه او پر سوله یې اغېزې

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرو اترو د شاوخوا ۱۸ کلنې جګړې د پای په اړه هیلې راټوکولې دي. په ورته وخت کې د دواړو خواوو له لوري وړاندې شوو شرطونو او د ځینو مسئلو اړوند د نظر اختلافونو دا پروسه له ځنډ سره مخ کړې ده. د خبرو اترو روان اووم پړاو له دې امله د ډېر ارزښت وړ دی، چې ټاکل شوې په دې پړاو کې د سولې هوکړه لیک اعلان شي.

امریکا په دې شرط د بهرنیو پوځیانو د مهالوېش اعلان ته چمتو شوې ده، چې طالبان افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په مخنیوي، د هېواد په کچه اوربند او له افغان حکومت سره نېغو مذاکراتو ته چمتو شي. طالبان بیا په خپل وار ټینګار کوي چې د هر ډول هوکړه لیک لومړنی شرط د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلانول دي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه دا ده چې د سملاسي وتلو په پایله کې د امنیتي خلا د رامنځ ته کېدلو له امله داعش او نورې وسله والې ډلې پیاوړې کېدلای شي، چې دا په خپل وار د جګړې دوام ته لار خلاصوي. له همدې کبله پکار ده چې د بهرنیو ځواکونو وتل په مسوولانه ډول او د سولې او ثبات په پایله کې وي.

طالبان د مسکو او قطر په بین‌الافغاني مذاکراتو کې له ګډون سره سره، چمتو نه دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. حکومت بیا د سولې هر ډول خبرې اترې او ګامونه د حکومت تر مشرۍ لاندې د اعتبار وړ ګڼي. دا په داسې حال کې ده چې د ستراتیژیکو او سیمه ایزو څیړنو مرکز یوه سروې ښيي، چې ډېری خلک د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د طالبانو دریځ تر اوسه همدا دی چې د اسلامي امارت بڼه ولري او دا چې له نورو سیاسي جهتونو سره ګډ کار کولو ته چمتو دي، خو له افغان حکومت سره د نیغو مذاکراتو اړوند، لا تر اوسه طالبانو او حکومت هیڅ میکانیزم نه دی مشخص کړی.

اوسني وضعیت کې د افغانستان په جګړه کې دخیل هر اړخ د خپلو ګټو د خوندیتوب هڅه کوي، په داسې حال کې چې په دې حساس پړاو کې د ټولو خواوو له پلوه نرمي او لازمې قربانۍ ته اړتیا ده.

 پایله

د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو اووم پړاو په پای کې څرګندیږي چې د سولې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی او زر به د سولې هوکړه لیک وروستی او اعلان شي.

د اووم پړاو خبرې اترې له دریو ورځو څخه زیاتې وغځېدې او له یو  څو ورځې دمې وروسته ټاکل شوې وه چې د سرطان په ۱۹مه به بیا پیل کیږي. طالبانو او امریکا د جزیاتو له ورکولو پرته منلې چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی او د هوکړه لیک پای ته رسېدلو لپاره په ډېرو مواردو اتفاق شوی دی.

د سولې روانو خبرو اترو د جګړې پای ته هیله‌مندي ډېره کړې ده، خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت او د راتلونکي افغان حکومت بڼه له هغو لویو مواردو څخه دي چې اندېښنې یې راولاړې کړې دي.

په افغانستان کې د جګړې اوږدوالی او د افغان ولس نه ختمېدونکي کړاو ته په پام، د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو ته ښايي چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت نه پوره ګټه پورته کړي او نور د جګړې له شر څخه هېواد او ولس خلاص کړي. د دې فرصت له لاسه ورکول به د تاریخ داسې غلطي وي چې جبران به یې ممکن نه وي.

Share15Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In