د سور صلیب نړیوالې کمېټې د تونس د ساحلي ګارد په مرسته د ۸۲ ډوب شویو کډوالو مړي له اوبو را ایستلي دي. سور صلیب نن د دې خبر په اعلان سره ویلي چې د تونس په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ سپرلۍ ۸۶ تنه وو چې څلور هغه یې ماهي نیونکو ژغورلي وو خو یوه یې بیا په روغتون کې ساه ورکړې وه او نور ټول تر اوسه تري تام وو چې دوی د ساحلي ګارد په مرسته له اوبو را ایستلي دي. دا کښتۍ چې له لیبا نه اروپا ته د تګ په حال کې وه د تونس اوبو ډوبه کړه. د کښتۍ تر ډوبېدو وروسته چارواکو خبر ورکړی وو چې په دې کښتۍ کې اتیا تنه سپاره وو او ټول یې ډوب شوي دي.





































