د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د یو فضایي کومانډویي ځواک جوړولو اعلان کړی دی. ماکرون دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څه موده وړاندې د ورته اقدام خبره کړې وه. ماکرون چې د خپل هېواد پوځ ته یې وینا کوله وویل، د دې لپاره چې په فضا کې د وړتياوو پرمختګ او غښتلتيا تضمين شي، په راتلونکی سپټمبر کې به د هوايي ځواک په چوکاټ کې يوه ستره فضايي کومانډو جوړه شي. ماکرون دا خبرې د فرانسې د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي. هغه، د فرانسې د ملي ورځې د لمانځنې لپاره د المان صدراعظمه انګلا مېرکل او د نړۍ نور دولتي او حکومتي مشران پاريس ته وربللي دي. نوموړي په دې برخه کې د پانګونو اعلان هم کړی دی خو دا چې په کومه برخه کې به پانګونه کيږي، تر اوسه معلومه نه ده.





































