په امریکا کې د بریتانیا پخواني سفیر کېم داروچ ویلي وو چې د ده په باور ټرمپ ځکه له ایران سره د ځواکمنو هېوادونو له تړونه ووت چې دغه تړون پخواني ولسمشر بارک اوباما ترتیب کړی و. ټرمپ یې په غبرګون کې ویلي، داروچ یو احمق انسان دی او دا څرګندونې یې بیخي احمقانه دي. داروچ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ویلي وو چې د ټرمپ ادارې دا کار د ایډیالوژیکو او شخصي دلایلو له مخې کړی، نه د یوه ډیپلوماټیک اقدام په توګه. د هغه په خبره ټرمپ ځکه له تړونه ووت چې تل به یې دې تړون ته د اوباما تړون خطاب کاوه. ټرمپ ویلي، داروچ یو بې سوچه، پوره احمق او بې منطقه انسان دی.





































