اروپایي ټولنې د عراق له هغه وړاندیزه ملاتړ کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره یې د نړیوال کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پاليسۍ مشرې فېدریکا موګرېني ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ راکمولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
نوموړې چې له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې یې په لومړي ځل بغداد ته سفر کړی، د جولای په ۱۳مه له عراقي چارواکو سره د سیمې پر وروستیو کړکېچونو خبرې کړې دي.
هغې د عراق د هغه وړاندیز ملاتړ کړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیا د راکمولو په موخه یې د سیمه ییز کنفرانس د جوړېدو په اړه کړی دی.
نوموړې ویلي: «اروپایانو دا تجربه کړې چې حتی په ډېرو سختو وختونو کې سره کېناستل او خبرې کول تل تر هغه څه ښه دي، چې پر داسې نامعلومو لارو ولاړ شو چې د ټولو لپاره خطرناکې وي. له همدې کبله موږ په بشپړ ډول د سیمه ییز کنفرانس په اړه د عراق د وړاندیز ملاتړ کوو، اروپایي ټولنه یې کاملاً تر شا ولاړه ده او چمتو ده چې د ګټور تمامېدو لپاره د دغې طرحې ملاتړ وکړي».
دا په داسې حال کې ده چې له ایران سره له شوي اټومي تړونه د امریکا وتل، پر تهران د واشنګټن بندیزونه لګول، په فارس خلیج کې د امریکایي پوځيانو زیاتېدل او پر ایران دا تور پورې کېدل چې په سیمه کې د تېلو پر څو ټانکرونو په بریدونو کې لاس لري، هغه عمده ټکي دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ یې اړیکې ورځ تر بلې خرابې کړې او دواړه هېوادونه یې مخامخ جګړې ته سره نږدې کړي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ روان وضعیت د عراق امنیت هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
عراق چې د تهران او واشنګټن دواړو متحد دی، تر فشار لاندې دی چې پرې نږدې د ایران او امریکا ترمنځ د ستونزو د ډېرېدو په صورت کې یې خاوره د جګړې پر ډګر بدله شي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې امریکا دا مهال په عراق کې پوځي اډې او ۵۰۰۰ پوځیان لري او ایران هم د عراق د شیعه ملېشو ملاتړ کوي چې په هغه ځای کې یې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې مبارزه کې مهم رول درلود او تر ډېره په عراق کې د امریکا د حضور مخالف دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر محمدالحکیم په بغداد کې له موګرېني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې نوې جګړه به د ترورېزم پر وړاندې مبارزه اغېزمنه کړي.





































