د ایران ولسمشر حسن روحاني په تازه څرګندونو کې ویلي د امریکا بندیزونو پر ایران هېڅ راز منفي اغېز نه دی کړی او امریکا په دې کار کې ناکامه ده. هغه زیاته کړې چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې، امنیت شورا او نورو نړیوالو کنفرانسونو په لړ کې امریکا یوازې پاتې شوې ده او ټول هېوادونه د ایران څنګ ته درېدلي دي. حسن روحاني ټینګار کړی چې دوی به له خپلو حقوقو دفاع کوي او نړیوال دې هم د امریکا پر نارواوو سترګې نه پټوي. ایران په دې وروستیو کې د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ شوی دی. امریکا وايي ایران هڅه کوي اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، خو ایران وايي دوی ددې کار پلان نه لري.





































