روسیه کې د یو بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۶ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي. دا بس چې ۳۹ سپرلۍ یې درلوده، د تاتارستان دویم ستر ښار نابیریژني چیلني ته روان و چې چپه شو. د روسیې دولتي ټلویزیون ځینې انځورونه خپاره کړي چې ښيي یاد بس د یو سړک ترڅنګ په باراني هوا کې نسکور پروت دی. د پېښې لامل لا څرګند نه دی خو پولیسو ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.





































